ایرنا خبري اژانس د ایټالیا په سواحلو کې د ۲۰کډوالو د ډوبېدو خبر ورکړی دی. سرچینه زیاتوي چې دغه کډوال په یوه وړه کښتۍ کې سپاره وو چې په مدیترانې سمندر کې ډوب شوي او یو تن مړ شوی دی. په سمندر کې کب نیوونکي پر دې توانېدلي چې ۳۴تنه کډوال په اوبو کې له ډوبېدو څخه وژغوري چې اته مېرمنې او شپږ ماشومان هم پکې شامل دي. د ایټالیا د حکومت ساحل ساتونکو د ورکو شویو کسانو د پیدا کېدو لپاره هڅې پیل کړې دي. د ایټالیا حکومت ویلي چې د روان میلادي کال له پیله بیا تر اوسه ۳۶زره او ۶۰۰کډوال دغه هېواد ته دننه شوي دي.