د امریکا ولسمشر جو بایډن په رسمي ډول اعلان وکړ چې، دی د ۲۰۲۴ کال ټاکنو کې بیا ځان کاندیدوي. نوموړي له رایې ورکونکو وغوښتل چې ده ته د دندو د پای ته رسولو لپاره نور وخت ورکړي او د نورو څلورو کلونو لپاره د امریکا د تر ټولو زاړه ولسمشر د دورې د اوږدولو په اړه دې خپلې اندېښنې لرې کړي. که بایډن دغه ټاکنې وګټي، د دویمې دورې په پای کې به نوموړی ۸۶ کلن وي.