د ترکيې حکومت پرون په ترکيه کې له سختې زلزلې وروسته د ژغورنې په چارو کې د غوره مرستو له کبله د چين د ژغورونکو ډلې په ګډون نړيوالو او کورنيو ژغورونکو ډلو ته د جمهوريت د ستر خدمت مډالونه ورکړل. د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان په همدې ورځ د مډالونو د ورکولو په مراسمو کې وويل چې ترکیه د غوره مرستو له امله له ژغورونو ډلو مننه کوي. د چين د ژغورونکو ډلې مرستيال مشر وانګ مو د چين د ژغورونکو ډلې په استازيتوب په یادو مراسمو کې ګډون کړی و.