د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په ماسکو کې د ناروې سفیر رابرت کویلي د دې لپاره احضار کړ چې ولې اسلو د میاشتې په پيل کې پنځلس روسیي ډیپلوماتان له خپلې خاورې ایستلي دي. دې وزارت له روسیې څخه د لسو نارویجي ډیپلوماتانو د ایستلو اعلان هم وکړ او ویې ویل چې، د ناروې له غیردوستانه چلند را وروسته به نور غچ اخیستونکي اقدامات هم ترسره کړي.