په سوډان کې د ۷۲ ساعتونو لپاره اعلان شوي اوربند سره سره د ډزو او چاودنو غږونه اورېدل کېږي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، جنرال عبدالفتاح البرهان د افریقايي بلاک بین الحکومتي سازمان وړاندیز ته له خپل لوري لومړنی تائید څرګند کړی دی. په وړاندیز کې له سوډاني پوځ او د چټک ملاتړ ځواک (ار اېس ایف) له وسلې والو مخالفینو غوښتل شوي چې سویلي سوډان کې جوبا سیمې ته پر نورو جزیاتو د خبرو لپاره پلاوي واستوي. اوسنی اوربند چې د دوشنبې پر ورځ له ځايي وخت سره سم نیمه شپه پیل شو، د سوډاني ځواکونو دوو لوریو تر منځ هغه کړکېچ کې وقفه راولي چې د واک وېش پر سر د اپریل پر ۱۵ مه پیل شو. دواړه لوري د هوايي ډګرونو او پوځي مرکزونو د نیولو ادعا کوي. که څه هم داسې وېره څرګندېږي، چې د وژل شویو کسانو شمېر ښايي خورا زیات وي، خو د جګړې له پیله تر اوسه د ۴۵۹ کسانو وژل کېدل تائید شوي دي. له دې مخکې د روغتیا نړیوال سازمان اندېښنه څرګنده کړې، چې دوی سره د نورو مړینو اندېښنه ځکه په ډېرېدو ده، چې خلک خوړو، پاکو اوبو او روغتیايي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري. د یادونې ده، چې د اوربند له پیله وروسته ګڼ شمېر هېوادونو په سوډان کې مېشت خپل وګړي، له دې هېواده ایستلي دي. په یوه بېړۍ کې له سوډانه ۱۶۰۰ کسان سعودي عرب ته رسېدلي، چې د بېلابېلو هېوادونو اوسېدونکي دي. بل لور جرمني او فرانسې ویلي، په سوډان کې یې اوس هېڅ یو وګړی نه دی پاتې.