د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ پرون یوې خبرې ناستې ته ویلي چې دغه ټلواله او متحدینو یې اوکراین ته ۱۵۵۰ زغره وال ګاډي او ۲۳۰ ټانکونه ورکړي دي، هغه څه چې د سټولټنبرګ په وینا، اوکرايني ځواکونو سره به د روسیې له خوا د نیول شویو سیمو په بېرته نیولو کې مرسته وکړي. سټولټنبرګ چې د بلجیم په پلازمینې بروکسل کې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې وویل، د روسیې له خوا پر اوکراین د تېر کال د فبرورۍ د پوځي برید له پیل راهیسې، اوکراین ته د دغه زغره والو ګاډو او ټانکونو ورکړه، له دغه هېواد سره د ۹۸ سلنې څخه زیات د جنګي وسایطو د ورکړې ژمنه څرګندوي. د ناټو عمومي منشي د دغه تړون له غړو هېوادونو څخه وغوښتل چې د هغه څه پر وړاندې چې ښکاري یوه اوږدمهاله جګړه به وي، خپلې ژمنې پلي کړي او همدا راز د هغو مرستو ورکړو ته چې اوکراین ورته په روانه جګړه کې د بریا لپاره اړتیا لري، ادامه ورکړي.