د امریکا لپاره د پاکستان سفیر مسعود خان وایي د امریکا په ضمني خوښې له روسیې څخه په ارزانه بیه خام تیل اخلي. مسعود خان په یوې غونډې کې چې د پاکستان او امریکا د اړیکو د راتلونکې په هکله په واشنګټن ډي سي کې جوړه شوې وه، وویل چې د روسیې څخه د پاکستان لخوا د تیلو د واردولو په هکله کوم سو تفاهم نشته. د پاکستان سفیر په دې هکله نور جزیات ورنکړل چې د متحده ایالاتو د حکومت سره یې څه ډول خبرې کړي. د دې جګپوړي دیپلومات د څرګندونو څخه څو ساعته وړاندې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف په اسلام آباد کې د پارلمان غونډې ته وویل چې ډیر ژر به د روسیې څخه د خامو تیلو بار ورسیږي.