امریکا پرون له پاکستانه غوښتي چې، د اصلاحاتو هغه په ټپه درېدلې لړۍ دې مخ ته یوسي چې د پیسو نړیوال وجهي صندوق، یې غوښتنه کړې او په دې برخه کې واشنګټن چمتو دی چې له پاکستان سره تخنیکي مرسته وکړي. پاکستان چې له سختو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی، په ۲۰۱۹ کال کې یې له IMF سره د شپږنیم ميلیارده ډالرو پور یوه هوکړه لاسلیک کړې چې، تر اوسه یې د دغه پور له نیمایي کمې پیسې ترلاسه کړي ځکه دې هېواد د ټول پور د ترلاسه کېدو شرایط يې نهدي پوره کړي. د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې د پاکستان د چارو مسوولې الیزابت هورست وویل، پر هغو اصلاحاتو چې پاکستان او IMF هوکړه کړې، اسانه نهدي خو دا مهمه ده چې پاکستان دغه اقدامات سرته ورسوي ترڅو دا هېواد بېرته یوه سالم مالي وضعیت ته ور وګرځوي، په پور کې د لا ډوبېدو مخه ونیسي او د پاکستان اقتصاد ته وده ورکړي.