د پاکستان پوځ ويلي چې، د خيبر پښتونخوا په لکي مروت سيمه کې يې له وسلهوالو سره په نښته کې درې سرتېري وژل شوي دي. د پوځ يوه چارواکي، ویلي، چې تېره شپه يې د نښتې پر مهال ۷ تنه وسلهوال هم وژلي دي. د راپورونو له مخې، تېره شپه وسلهوالو د لکي مروت پر پوسټ ګرېجوېټ کالج، چې د سرحدي ځواک او پوځ کمپ پهکې جوړ دي، بريد وکړ. د ځايي خلکو په وینا، پر دې مهال د درنو او سپکو وسلو د ډزو غږونه تر ډېره اورېدل کېدل. تر دې وړاندې پوځ او پولیسو په لکي مروت کې ګډ عملیات کړي وو او دعوه یې کړې وه چې له هغه ځایه یې وسلهوال په شا تمبولي دي.