د پاکستان د ښوونې او روزنې وزیر رانا تنویر وایي په دغه هېواد کې شاوخوا ۲۳ میلیونه ماشومان له زدهکړو پاتې او ښوونځیو ته نه ځي. نوموړي دا څرګندونې پرون د دغه هېواد قومي اسامبلۍ کې د وکیلانو د پوښتنو د ځوابونو پر مهال کړې دي. هغه زیاته کړې، چې په پاکستان کې ښوونځیو ته د ماشومانو د نه تګ کچه په نړۍ کې د یوه هېواد په کچه تر ټولو لوړه ده. نوموړی وایي چې حکومت یې په دې برخه کې هڅې پیل کړې دي څو دا کچه ټیټه کړي. سیاسي شنونکي وایي چې پاکستان خپله ډېره بودجه پر دفاع او نظامي چارو لګوي، روغتیا ښوونې او روزنې برخو ته ډیره پاملرنه نه کوي.