د اې بي سي نیوز شبکې د سیمه ییزو چارواکو او پولیسو په حواله راپور ورکړی چې د ټکزاس ایالت په کلیولینډ کې په یو کور کې د ډزو له امله د یو اته کلن ماشوم په ګډون پنځه تنه وژل شوي دي. راپورونه وایي، ډزې وړمه په ورځ ناوخته شوي او پولیس لا هم د شکمن کس په لټه کې دي. امنیتي چارواکو ویلي، شکمن یو مکسیکویي سړی و چې نشه او په تېښته و. راپور زیاتوي، ډزې ټول په یوه کور کې شوي، چې څلور قربانیان یې د پېښې په ځای کې وژل شوي او پنځم یې روغتون ته تر رسولو وروسته مړ شوی دی.