د هند په شمالي ایالت پنجاب کې د ګازو د لیک کېدو له کبله د مړو شمېر ۱۱ ته زیات شو. چارواکي وايي، څلور کسان د ګاز نیولو له کبله په روغتون کې بستر شوي دي. هندي رسنیو راپور ورکړی چې د افتونو پر وړاندې د اقدام ملي ډله د پېښې ساحې لودهیانا ته رسېدلې ده. پېښه په یوه صنعتي سیمه کې شوې ده. په هغه ویډیو کې چې هندي رسینو خپره کړې د پولیسو چارواکي په داسې حال کې چې ماسکونه یې پرمخونو دي د ګزمې په حال کې دي او له ځايي اوسېدونکو د پېښې په باب پوښتنې ګروېږنې کوي.