د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي په منځني ختیځ کې د امریکایي ځواکونو په شتون نیوکه کړې او ویلي یې دي چې شتون یې ګټور نه دی. رییسي چې د عراق د ولسمشر عبدالطیف رشید سره یې په ګډ خبري کنفرانس کې په تهران کې خبرې کولې وویل چي په سیمې کې د بهرنیو ځواکونو او بهرنیانو شتون ګټور نه بولي. د ایران ولسمشر همدارنګه وویل چې د عراق سره یې اړیکې د ګډو ګټو له مخې دي او دا چې امریکا سره د سیمې د هیوادونو نه بلکې د خپلو ګټو غم دی. امریکا په عراق کې ۲۵۰۰ غیر محاربوي ځواکونه لري چې د دې هیواد امنیتي ځواکونه روزي او سلا مشورې ورته ورکوي.