شمالي کوریا امریکا ته د سوېلي کوریا د ولسمشر سفر یو پاروونکی اقدام بللی او ویلي یې دي چې دا چاره به د جګړې لامل شي. د شمالي کوریا مرکزي اژانس امریکا ته د سوېلي کوریا د ولسمشر سفر د دغه هېواد پر وړاندې له دښمنۍ ډک سیاست بللی او زیاته کړې یې ده چې دغه سفر به د پیونګ یانګ پر وړاندې اټومي جګړه په واقعیت بدله کړي. د سوېلي کوریا ولسمشر یون سوک یول د ملګروملتونو د غړو هېوادونو د مشرانو له ناستې وروسته د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره یوه بیانیه تصویب کړه چې پر بنسټ یې د شمالي کوریا احتمالي ګواښونو او اټومي وسلو د مخنیوي په تړاو یوه ګډه ډله رامنځته کړې ده. د دواړو هېوادونو ولسمشرانو د یادې لیدنې پر مهال د ګډې دفاع برخه کې پر همکاریو هم ټينګار کړی دی. خو شمالي کوریا بیا دغه کار پر یاد هېواد د اټومي برید د هدف په توګه یاد کړی دی.