د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترېش ويلي، په سوډان کې د بشري وضعيت خرابېدو ته په پام سره به دغه هېواد ته په بشري چارو کې د دغه سازمان د سرمنشي مرستيال او د بېړنيو مرستو همغږی کوونکی مارټين ګريفيټس په مشرۍ يو پلاوی واستوي. په اعلامیه کې يو ځل بيا د سوډان د شخړې له ښکېلو خواوو څخه غوښتل شوي چې د عامو خلکو او ملکي بنسټيزو تاسيساتو خونديتوب وساتي، د جګړې له سيمو څخه د عامو خلکو وتلو ته اجازه ورکړي، د بشر دوستۍ برخې کارکوونکو او طبي کارکوونکو ته درناوی وکړي، د مرستندويه اقداماتو لپاره زمينه برابره کړي او د ترانسپورټي وسايلو او تاسيساتو له ورانولو څخه ډډه وکړي.