په داسې حال کې چې په زرګونو سوډاني اتباع او د موسسو او سفارتونو بهرني کارکوونکي له دغه هېواد څخه تښېدلي دي، ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د ناارامیو د دوام په صورت کې ښايي ۸۰۰ زره نور سوډانیان خپل هېواد پرېږدي. په سوډان کې دا تاوتریخوالی د تېرې میاشتې راهیسې د پوځ د مشر عبدالفتاح البرهان او د هغه د مرستیال محمد حمدان ترمنځ چې د چټک ملاتړ ملېشو قومندان دی، روان دی. د دواړو پوځي مشرانو د وفادارو ځواکونو تر منځ په سختو نښتو کې تراوسه د لږترلږه ۵۰۰ کسانو د وژل کېدو او ۵۰۰۰ کسانو د زخمي کېدو خبر ورکړل شوی دی. په سوډان کې د ۷۲ نورو ساعتونو لپاره د اوربند د مودې غځولو پرېکړه د نړیوال فشار وروسته شوې ترڅو د جګړې له سیمو د ملکي خلکو وتلو او مرستو رسولو زمینه برابره شي.