د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند ناصر کنعاني ويلي، چې د سعودي عربستان په رياض او جده کې د ايران درېيو ډيپلوماتيکو ادارو کارونه پیل کړي دي. نوموړي ویلي چې دا له څو کالو ځنډ وروسته په سعودي عربستان کې د ايران د ډيپلوماتيکو ادارو د کارونو د پیلیدو لومړی پړاو دی او هېله یې ښودلې چې دغه ادارې په ټاکلې موده کې خپل ټول کارونه پيل کړي. سعودي عربستان او ايران په ۲۰۱۶م کال کې خپلې سياسي اړيکې پرې کړې او د چين په منځګړيتوب يې ډيپلوماتيکې اړيکې بېرته رغولې دي.