پاکستاني چارواکي وايي چې د دغه هېواد په بېلا بېلو برخو کې د شنبې له ورځې راهېسې د بارانونو له کبله په یو لړ رامنځ ته شویو پېښو کې لږ تر لږه ۱۴ تنه مړه شوي دي. د پاکستان د نیلم سیمې امنیتي چارواکو ویلي چې نهه سیلانیان په کشمیر کې په سیند کې غورځېدلي او تري تم دي. پاکستاني چارواکي وايي چې دا کسان مړه شوي خو هویت لا څرګند نه دی.دغه راز څلور تنه نور د بلوچستان په ایالت کې د بارنونو له کبله په یو لړ پېښو کې مړه شوي دي. د پاکستان صدراعظم شهباز شریف د طبیعي پېښو سره د مبارزې له مسوولینو څخه غوښتي چې د خلکو مصونیت ته پام وکړي.