د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې لا یې له افغانستان سره د هلمند سیند د اوبو ستونزه نه ده حل شوې. د دې وزارت چارواکي وايي، چې د افغانستان د سرپرست حکومت له چارواکو سره یې خبرې پیل کړي چې له هلمند سیند څخه د اوبو حقابه تر لاسه کړي. د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د اوبو د کمښت په هکله ورته هغه دلایل ورته د منلو وړ نه دي چې د افغانستان د سرپرست حکومت لخوا په دې وروسیتو کې ایراني لوري ته وړاندې شوي. د افغانستان اوبو انرژۍ وزارت مسوولین وايي، چې د هلمند د سیند په اوبو کې د افغانستان او ایران تر منځ په ۱۳۵۱ کال کې د لاسلیک شوې هوکړې پر اساس حق ته ژمن دي.