د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي له خپل سیال بشار الاسد سره د خبرو لپاره پرون سوریې ته تللی دی. دا د ۲۰۱۱ کال راهیسې له کله چې په سوریه کې کورنۍ جګړه پیل شوې، دې هېواد ته د ایران د یوه ولسمشر لومړی سفر دی. وروستي ځل د ایران د وخت ولسمشر محمود احمدي نژاد په ۲۰۱۰ م کال کې له دمشق څخه لیدنه ترسره کړې وه. رییسي داسې مهال له دمشق څخه کتنه ترسره کوي چې د ایران او په سیمه کې یې د مهم سیال سعودي عربستان ترمنځ اړیکې په دې وروستیو کې له څو کلن کړکېچ وروسته بېرته رغول شوي دي. له رییسي سره په مل پلاوي کې د ایران د تېلو، دفاع، بهرنیو چارو او مخابراتو وزیران هم شامل دي. د سوریې د دولتي رسنۍ د راپور له مخې په دې سفر کې به د دواړو هېوادونو تر منځ یو شمېر قراردادونه او تفاهم لیکونه لاسلیک شي.