امریکا له اوکراین سره د ۳۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت د پوځي مرستې د ورکولو اعلان وکړ. د امریکا د دفاع وزارت ویلي، چې د پوځي مرستو په دغه بسته کې د هیمارس ډوله راکټونو د توغولو له پاره مهمات، هویتزر، توپچي مهمات او داسې وسلې شاملي دي، چي د ټانکونو په وړاندي کارول کیدای سي. د سرچنې په خبره، چې لارۍ او د درنو شیانو د کشولو له پاره وسایل او همدارنگه اضافي پرزې او نور لازم ساحوي تجهیزات هم په دې پوځي مرستو کې شامل دي.