په رونډا هېواد کې د ډېر باران ورښت له کبله د دې هېواد په شمالي برخو کې په شدیدو سیلابونو او ځمکې ښویدنې پیښو کې لږ تر لږه ۱۳۰ تنه مړه شوي او د خلکو زرګونه کورونه ړنګ شوي دي. چارواکو ویلي چې ډیری کسان د هېواد په جنوبي او لویدیځو ولایتونو کې مړه شوي. په ګڼ شمېر سیمو کې د ژغورنې او لټون عمله لا هم د خټو لاندې بند پاتې شویو کسانو پسې ګرځي. حکومتي سرچینې وایي چې ښایي د خلکو مرګ ژبله تر دې هم ډېره وي ځکه چې ګڼ شمېر سیمو ته لا هم د هغوی د سروې عمله نه ده رسیدلې او ډېر خلک تري تم دي. په سیلابونو او ځمکې ښویدونو کې څه باندې ۵ زره کورونه له منځه تللي او لا معلومه نه ده چې څومره کسان بې کوره شوي دي.