ټاکل شوې چې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان راتلونکې اونۍ د سعودي عربستان د مشرانو سره د خبرو لپاره ریاض ته په رسمي سفر ولاړ شي. سلیوان ویلي چې په دې سفر کې به د هند او متحده عربي اماراتو د استازو سره هم وګوري او د نوي ډیلې او خلیج هیوادونو تر منځ د همکارۍ اړوند موضوعاتو به ورسره وغږیږي. د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار به د راتلونکې اونې د یکشنبې په ورځ سعودي عربستان ته روان شي. سره له دې چې په خپله سلیوان دا نه دي ویلي چې په ریاض کې به له چا سره ګوري خو یوې سرچینې ویلي چې ټاکل شوې جیک سلیوان به د سعودي د ولیعهد محمد بن سلمان سره هم وګوري.