د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شېنکر د شانګهای همکاریو سازمان په غونډه کې د خبرو پر مهال پاکستان د ترهګریزو کړنو په تر سره کولو تورن کړی دی. په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري وايي، د هند لهخوا په ۲۰۱۹ کال کې د کشمیر د لانجمنې سیمې د ځانګړي حیثیت د لغوه کولو پرېکړې د ګاونډیانو تر منځ د خبرو اترو فضا کمزورې کړې ده. هند له کلونو راهیسې پر پاکستان تور لګوي چې دغه هېواد له هغو وسلهوالو سره مرسته کوي چې له ۱۹۸۰ راهیسې په کشمیر کې له هندي ځواکونو سره نښتې کوي. پاکستاني چارواکي دا تورونه ردوي او وايي، دوی یوازې د کشمیر له خلکو ډېپلوماټیک او اخلاقي ملاتړ کوي چې د خپل برخلیک په لټه کې دي.