د چین بهرنیو چارو وزیر «چین گانگ» په اسلام آباد کې د پاکستان له ولسمشر عارف علوي سره په لیدنه کې په دې هېواد غږ کړی څو د افغان ستونزې د حل لپاره له چین سره خپله همغږي او همکاري لا ډېره کړي او د افغانستان د بیارغولو سوله ییزې پروسې کې مرسته وکړي. د چین د بهرنیو چارو وزیر دغه راز په دې لېدنه کې زیاته کړې ده، چې چین چمتو دی د افغانستان په اړه له پاکستان سره اړیکې او همغږي پیاوړې کړي او د دې هېواد د سوله ییزې بیارغونې په بهیر کې په ګډه برخه واخلي. د چین د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې بېجېنګ غواړي د ګډو هڅو له لارې په سیمه کې سوله او ثبات تامین کړي.