پولنډ اوکراین ته لس MiG-29 جنګي الوتکې ورکړې چې د روسي ځواکونو د ځوابي برید لپاره چمتووالی ونیسي. تېر مارچ پولنډ وویل، اوکراین ته به د پخواني شوروي اتحاد ځینې جنګي الوتکې ورکړي او د تېرې میاشتې په پیل کې یې اوکراین ته څلور الوتکې سپارلې وې. اوکراین چې د روسیې د ځوابي بریدونو لپاره ځان چمتو کوي د دغو الوتکو غوښتنه کړې ده. پولنډ لومړنی هېواد و چې اعلان یې وکړ اوکراین ته به جنګي الوتکې ورکوي. له دې وروسته سلواکیا هم اعلان وکړ چې د اوکراین د هوايي ځواک په پیاوړي کولو کې به برخه اخلي او خپل ګاونډي هېواد اوکراین ته یې ۱۳ میګ ۲۹ الوتکې ورکړې دي.