د پاکستان د مخکني صدراعظم عمران خان د نیونې په اعتراض کې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې اعتراض کوونکو د پوځ او پولیسو پر مرکزونو یرغلونه وروړي او سوځولي یې دي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، لسګونو زرو اعتراض کوونکو پرون په ټول پاکستان کې د عمران خان د نیول کېدو خلاف لاریونونه پیل کړي چې له کبله یې په لویو ښارونو کې ګډوډۍ پېښې شوي او امنیتي ځواکونو او لاریون کوونکو ته مرګ ژوبلې اوښتي دي. عمران خان، پرون وروسته له دې ونیول شو چې په اسلام اباد کې یوې محکمې ته له حاضرېدو وروسته د فساد په څو تورونو ونیول شو. عمران خان په داسې حال کې ونیول شو چې ګڼ شمېر پولیس او ملېشه ځواکونه یې شاوخوا ولاړ وو او دی یې یوه تور واګون ته پورته کړ.