د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان تر نیول کېدو وروسته د نوموي پلويانو په سترو لاریونونو لاس پورې کړی دی. نن وروسته تر هغه وروسته چې د پاکستان لومړی وزير عمران خان د رينجر يا مليشه يي ځواک له خوا ونيول شو، په ټول پاکستان کې لاریونونه پیل شول. پوليسو په لاهور او کراچۍ کې د عمران خان پر پلويانو اوبه وپاشلې، په داسې حال کې چې لاریون کوونکو په پلازمينه اسلام آباد، راولپنډۍ او پېښور کې د خنډونو په اچولو سره سړکونه بند کړي وو.