په پاکستان کې یوې محکمې پرون حکم کړی چې د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر عمران خان به لږ تر لږه اته ورځې په بند کې پاتې شي. دغه حکم په داسې حال کې صادر شوی چې د عمران خان پلویانو له وړمې ورځې راهیسې په تاوتریخجنو لاریونونو یې لاس پورې کړی دی. د پاکستان پوځي ځواکونو کابو زر تنه لاریونوال نیولي دي. راپورونه وایي، چې تراوسه اووه معترضان وژل شوي او څه باندې ۳۰ پاکستاني پوځيان ټپيان شوي دي. دغه راز پرون ناوخته د تحریک انصاف ګوند مرستیال او د پاکستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر شاه محمود قریشي هم د پولیسو له لوري نیول شوی دی. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په پاکستان د اعتراضونو په تړاو خواشیني څرګنده کړې او په پاکستان کې یې سیاسي ټیکاو د دغه هېواد د خلکو او سیمې د هېوادونو په ګټه بللی او د عمران خان له پلویانو او پاکستان دولت څخه یې غوښتي چې له زغمه کار واخلي.