د بریتانیې د دفاع وزیر بین والیس وایي اوکراین ته لرې واټن ویشتونکي کروز توغندي ورکوي چې د روسیې پر وړاندې پرې مقابله وکړي. والیس پرون د پارلمان غړو ته په وینا کې ویلي چې د توپان سیوري په نامه دا توغندي چې ۲۵۰ کیلو مټره واټن ویشتلی شي د لومړي ځل لپاره کیف ته ورکول کیږي چې د پخوا راهیسي یې د تر لاسه کولو غوښتنه درلوده. د بریتانیې دې جګپوړي نظامي چارواکي پرته له دې چې نور جزیات ورکړي په خپلو خبرو کې ویلي چې دا توغندي د استول کېدو په حال کې دي. د دفاع وزیر د دې توغندیو شمېر هم نه دی په ډاګه کړی. په ورته وخت کې بریتانوي رسنیو ویلي چې دا توغندي به د اوکراین امنیتي ځواکونه وتوانوي چې د جګړې د لومړیو کرښو څخه وراخوا هم د روسیې په ځواکونو بریدونه وکړي.