د امریکا د کانګرس ځینو غړو په پاکستان کې د مخکني صدراعظم عمران خان تر نیول کېدو وروسته په کړکېچن وضعیت اندېښنه ښودلې. د پاکستان سترې محکمې د عمران خان نیول کېدل ناقانونه کړنه بللې او د هغه د خوشې کېدو غوښتنه یې کړې. د امریکا د استازو په مجلس کې د کلفورنیا ایالت استازي جیم کاسټا د خان نیول کېدل ډیر ځوروونکی بللی او زیاته کړې یې ده چې د استازو مجلس د بل غړي براډ شرمن سره په ګډه کوښښ کوي چې په امریکا کې میشت پاکستاني اتباع او د کانګرس غړي سره راټول کړي چې وګوري روان وضعیت ته څه ډول ځواب ووایي.