رویټرز خبري اژانس د امریکايي چارواکو په حواله ویلي، چې د سوډان د پوځیانو او چټک ملاتړ ځواکونو نن ژمنه کړې چې له ولسي وګړو او بشرپاله مرستو به ساتنه کوي، خو تر دې مهاله یې پر اوربند هوکړه نهده کړې. د رویټرز د راپور له مخې، د سعودي عربستان په جدې بندر کې له یوې اونۍ خبرو اترو وروسته دواړو لوریو یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړې او پر دې یې هوکړه کړې چې په راتلونکو خبرو کې به د لنډمهاله اوربند لپاره هڅې وکړي.