نن په ترکیه کې د ولسمشرۍ او پارلمان لپاره ټولټاکنې ترسره کېږي. ټاکنیز کمپاینونه پرون پای ته ورسېدل. د ترکیې اوسنی ولسمشر رجب طیب اردوغان، د خلکو د جمهوري غوښتونکي ګوند مشر کمال قلیچدار اوغلو او ښی اړخی ملتپال سیاستوال سنان اوغان به د ترکیې د نن ورځې په ټاکنو کې خپل بخت وازمويي. رجب طیب اردوغان شل کاله په ترکیه کې سیاسي مزل کړی او اوس په دغو ټاکنو کې له سختې ازموینې سره مخ دی. په ترکیه کې به له ولسمشریزو ټاکنو سره هممهاله پارلماني ټاکنې هم ترسره شي. یو شمېر افغانان چې له کلونو راهیسې په ترکیه کې ژوند کوي، د دغه هېواد پارلماني ټاکنو ته درېدلي دي. په ترکيه کې د افغانانو د ټولنو د پلټفورم رییس د هغو افغانانو شمېر چې د ترکیې په ټاکنو کې د رایې ورکولو حق لري، نږدې سل زره تنه اعلان کړی دی.