د اسلام اباد پولیسو د پخواني صدراعظم عمران خان د تحریک انصاف د ګوند پلویانو په وروستیو لاریونونو کې په دغه ښار کې دولتي تاسیساتو او شتمنیو ته د زیات مالي زیان د رسیدلو خبر ورکړی دی. د اسلام اباد پولیسو په یوې اعلامیه کې ویلي، چې اعتراض کوونکو ۱۲ نقلیه وسایط، ۳۴ موټرسایکلونه سوزولي او د اسلام اباد صنعتي سیمې کې یې د پولیسو د ماموریت یو دفتر ته هم اور اچولی دی. د اسلام اباد د پولیسو په اعلامیه کې ویل شوي چې د پراخه او تاوتریخوالي ډکو اعتراضونو کې د ۲۵۰ میلیونو کلدارو په ارزښت دولتي تاسیساتو اومالونوته زیان رسیدلی دی. د تېرې سې شنبې په ورځ د ځمکې د فساد په قضیه کې د لاس لرلو په تورد عمران خان د نیولو وروسته د هغه پلویانو په غبرګون کې په ټول پاکستان کې له تاوتریخوالي ډک لاریونونه وکړل.