په ترکیې کې د ټاکنو د چارو مسوولین وایي چې د ۹۹ سلنې رایو له شمېرلو وروسته معلومه شوه چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې هېڅ کاندید هم ۵۰ سلنه رایې نه دي ګټلې او په همدې اساس ټاکنې دویم پړاو ته لاړې. د شمېرل شویو رایو په اساس برحاله ولسمشر رجب طیب اردوغان ۴۹.۴ او د هغه سر سخت سیال کمال قلیچدار اوغلو ۴۴.۹۶ سلنه رایې ګټلې دي. په شمېرل شویو رایو کې رجب طیب اردوغان مخکې دی، خو داسې ښکاري چې د هغه سیال قلیچدار اوغلو ته ډېره لار په مخکې ده چې اردوغان ته ماتې ورکړي. دویم دور ټاکنې به د مې په ۲۸ نېټه کېږي. ښکاري چې د اردوغان د خلکو د ایتلاف ګوند او شریکانو یې په پارلماني ټاکنو کې د ۶۰۰ څوکیو څخه ۳۲۱ څوکۍ ګټلې دي، دا هغه څه دي چې ممکن په دویم دور ټاکنو کې د اردوغان په بري کې مرسته وکړي.