د امریکا په مکسیکو ایالات کې د ډزو په پېښه کې درې تنه وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي. په پېښه کې د پولیسو دوه افسران هم ټپي شوي. د پولیسو په وینا په پېښه کې برید کوونکی هم وژل شوی.
تر اوسه معلومه نه ده چې یاد کس ولې په خلکو ډزې کړي خو پولیسو ویلي چې د پیښې په هکله یې پلټنې پیل کړي. په پیښه کې دوه د پولیسو ټپي افسران په روغتون کې دي او چارواکو ویلي چې وضعیت یې د اندیښنې وړ نه دی. په امریکا کې د دې ډول بریدونو د ډیروالي له امله ولسمشر جوبایډن د روانې مې میاشتې په ۷ مې نیټې یو ځل بیا په کانګرس غږ وکړ چې په نیمه اتوماتیکو وسلو باندې بندیز ولګوي.