ایرنا خبري آژانس د سپوتنیک له قوله راپور ورکړی، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ودانټ پاټل پرون په واشنګټن کې په یوه خبری کانفرنس کې ویلي، که چیرې د روسیې او ګرجستان ترمنځ مستقیمه الوتنې ترسره شي، نو دا د امریکا او لویدیځو هیوادونو لپاره د اندېښنې وړ خبره ده. پاټل ویلي، چې امریکا دغه وضعیت له نږدې څاري او د اړتیا په صورت کې به لازم اقدامات وکړي. د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په دې وروستیو کې ګرجستان ته پر مستقیمو الوتنو بندیز لرې کړی او د ګرجستان اتباعو ته یې له ویزې پرته د سفر اجازه ورکړې ده. د ګرجستان لومړي وزیر د روسیې له خوا د بې وېزې سفر اجازه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمو الوتنو د بندیز ختمول یو مثبت ګام بللی او ستاینه یې کړې ده.