د پاکستان مخکیني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران اندېښنه څرګنده کړې، چې د لاهور په زمان پارک سیمه کې یې استوګنځی پولیسو محاصره کړی او ښايي ونیول شي. د یادونې وړ ده چې عمران خان تېره سه شنبه د پلازمېنې اسلام اباد له یوې محکمې د مالي فساد په تور ونیول شو، خو وروسته د پاکستان سترې محکمې د نوموړي نیول غیر قانوني وبلل او خوشی یې کړ. بلخوا د پاکستان پنجاب صوبه کې د اطلاعاتو ایالتي وزیر عامر میر ویلي، حکومت د عمران خان نیولو په تړاو هېڅ پرېکړه نه ده کړې. د پنجاب اطلاعاتو وزیر وايي، عمران خان د حکومت د پارولو هڅه کوي. نوموړی وايي، حکومت ته داسې تائید شوي راپورنه رسېدلي چې په زمان پارک کې له دېرشو تر څلوېښتو پورې ”ترهګرو پناه اخیستې.” د نوموړي په وینا تېر ځل د عمران خان له نیول کېدو وروسته چې په لاهور ښار کې د قول اردو قوماندان کور سوځول شوی و، هغو کسانو ته هم له همدې ځایه لارښوونه کېده او پر پوځي تاسیساتو برید کوونکي هم په همدې زمان پارک کې پټ شوي دي.