د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر جوبایډن نن د مې ۱۸مه د نړۍ د اوو لویو صعنتي هېوادونو G7 په غونډه کې د ګډون لپاره د جاپان هیروشما ښار ته رسېدلی دی. د ولسمشر بایډن ایر فورس ون الوتکه د هیروشیما په لوېدیځ کې د امریکايي سمندري ځواکونو په اډه کې ښکته شو. دا هغه ځای دی چې د مې تر ۲۱مې به په کې د اوو لویو صعنتي هېوادونو غړي سره وویني.جو بایډن به په پایوانیوګینی او اسټرالیا کې له مخکې ټاکل شوي تمځایونو وروسته بېرته واشنګټن ته ستون شي.