په داسې حال کې چې پاکستاني پولیسو لا د مخکیني صدراعظم عمران خان کور محاصره کړی دی، د دې هېواد د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله خان وايي، عمران باید ونیول شي. هغه دا خبرې له یو پاکستاني خصوصي تلوېزیون اج نیوز سره تېره شپه ناوخته په یوه مرکه کې کړې دي. هغه په خپلو خبرو کې ویلي: “د عمران خان پر ضد قضیې ثبت شوي او هر څه په کې ثابت دي.” په همدې حال کې عمران خان له الجزیرې تلوېزیون سره په مرکه ویلي، پولیسو يې د لاهور په زمان پارک کې کور کلابند کړی دی او غواړي چې بیا يې ونیسي. عمران خان یو ځل بیا اعاده وکړه چې د هغه پر ضد ټولې ثبت شوې قضیې سیاسي انګېزه لري.