د پاکستان مرکزي بانک وايي، په تېر اپرېل میاشت کې په دغه هېواد کې بهرنۍ پانګونه په سلو کې ۲۸ اعشاریه ۸ سلنه راکمه شوې ده. د پاکستان مرکزي بانک وايي، تېر کال په پاکستان کې بهرنۍ پانګونه یوسلو ۷۰ میلیونه او ۶ سوه زره ډالره وه، خو سږ کال دا اندازه څه باندې یوسلو ۲۰ میلیون ډالرو ته راټیټه شوې ده.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د ۲۰۲۲ له جولای څخه د سږ کال تر اپرېل میاشتې پورې پاکستان ته د بهرمېشتو پاکستانیانو له لوري د اسعارو لېږد هم په سلو کې ۱۳ راکم شوی دی او اوس پاکستان د اسعارو د کموالي له کبله له اقتصادي سقوط سره مخامخ دی.