اوکراین ویلي چې د روسیې له لوري په ۳۰ توغول شویو توغندیو کې ۲۹ د دوی له لوري شنډ کړل شوي او یو توغندی پر اودیسا بندري ښار لګېدلی دی. د اوکراین د پوځ د مالوماتو له مخې روسیې، کروز توغندي له اوبو، ځمکې او هوا څخه توغولي دي. د اوکراین د وسلهوالو ځواکونو عمومي قوماندان ویلي ټول هغه توغندي چې پر کیېف ویشتل شوي وو، د دوی له لوري شنډ کړل شوي دي.