د سوریې ولسمشر بشار الاسد پرون د عرب لیګ په سرمشریزه کې د ګډون لپاره د سعودي عربستان جدې ښار ته لاړ. ټاکل شوې ده چې اسد نن په ۱۳ کلونو کې په لومړي وار د عربي هېوادونو په اتحادیه یا عرب لیګ کې، چې په جده کې جوړېږي، ګډون وکړي. بشار الاسد وروسته له دې سعودي ته سفر کوي چې کابو دوې اونۍ وړاندې د عرب لیګ غړو هېوادونو په خپله وروستۍ غونډه کې چې په قاهره کې دایره شوه، په دې اتحادیه کې د دمشق د بیا شاملېدو پرېکړه وکړه.