د اوکراین ولسمشر اعلان کړی چې له عربي هېوادونو سره د نویو اړیکو د ټینګولو په موخه یې سعودي عربستان ته سفر کړی دی. د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي نن پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې له عربي نړۍ سره د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه یې خپل لومړی سفر سعودي عربستان ته پیل کړ. د اوکراين ولسمشر په خپل هېواد کې د ننګونو په ختمولو کې د سعودي عربستان رول مهم وباله او ويې ويل چې کيېف له عربي نړۍ سره نوې همکارۍ ته چمتو دى. د راپورونو له مخې، زلینسکي چې دا مهال د سعودي عربستان له چارواکو سره ګوري، جاپان ته هم بلنه ورکړل شوې چې د جي ۷ په غونډه کې برخه واخلي. د نړۍ د اوو سترو اقتصادي هیوادونو په غونډه کې هغه هڅه کوي چې دغه هیوادونه قانع کړي چې پر روسیې نور بندیزونه ولګوي.