د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلینسکي، په تازه څرګندونو کې ویلي چې هېواد یې سولې ته نږدې شوی دی. زلینسکي دغه څرګندونې نن د نړۍ د ۷ بډایه هېوادونو د مشرانو په غونډه کې له ګډون وروسته، پرخپله ټویټرپاڼه کړي. د اوکراین ولسمشر ویلي چې په جاپان کې یې د جي ۷ هېوادونو د مشرانو په غونډه کې له خپلو شریکانو او ملګرو سره، مهمې ناستې درلودې. رویټرز له دې مخکې د اوو بډایه هېوادونو ډلې، د مشرانو د وروستۍ اعلامیې د مسودې په حواله، راپور ورکړی و چې د دغې ډلې، په درې ورځنۍ غونډه کې، پر روسیې د بندیزونو د سختولو په اړه موافقه شوې ده. له بلې خوا د اوکراين ولسمشر، د سعودي عربستان په جده ښار کې، د عربي ټولنې په سرمشريزه کې له ګډون وروسته، ددغو هېوادونو پر مشرانو نيوکه وکړه چې پر اوکراین يې د روسيې پر يرغل سترګې پټې کړې دي.