د هند صدراعظم نریندرا مودي د جي۷ هیوادونو د سرمشریزې په څنډه کې ویلي چې هېواد به یې د اوکراین د شخړې د هواري لپاره تر خپل وس هر څه وکړي. مودي چې د جاپان په هیروشیما کې د جي۷ سرمشریزې په څنډه کې پر اوکراین د روسیې د برید له پیل وروسته د لومړي ځل لپاره د اوکراین له ولسمشر ویلادیمیر زلینسکي سره وکتل، ټینګار یې وکړ چې هر څه يې چې په وس پوره وي د اوکراین د شخړې د حل لپاره به یې وکړي. که څه هم مودي په اوکراین کې د شخړې د هواري لپاره د خپل هېواد د هڅو خبره وکړه، خو هغه له زلینسکي سره له مخامخ کتنې وروسته هم پر اوکراین د روسیې پوځي یرغل ونه غنده. زلینسکي د ټیلګرام له لارې د یو پیغام په خپرولو سره، د هند څخه مننه کړې چې په ځانګړې توګه د نړیوالو سازمانونو له لارې د هغه هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت ملاتړ کوي.