دایټالیا په شمال ختیځ کې سیلابونو او زمکې ښویدنې تر اوسه، تر ۳۶ زرو زیات کسان بېځایه کړي دي. د راپور له مخې، د ايټاليا په شمال ختيځ کې سيمه ييزو چارواکو، د باران د زياتوالي له امله، پرون د بېړني حالت موده غځولې ده. په ایټالیا کې د سیلابونو او زمکې ښویدنې له امله تر اوسه ۱۴ کسان مړه شوي او د زیاتره سیمو د ښارونو او کلیو سړکونه، له اوبو ډک شوي دي. د ایټالیا صدراعظمې ویلي دي چې په خپل هیواد کې د بیړني حالت له امله به په جاپان کې د اوو بډایه هېوادونو سرمشریزې سره ژر خدای په اماني وکړي.