د ډیلې مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، د یوه بریټانوي سیاحتي شرکت مسوول د ۴ زره پونډو په بدل کې له بریټانیا څخه افغانستان ته د سیلانیانو لپاره د سیاحت زمینه برابروي. که څه هم د بریټانیا حکومت خپلو وګړو ته لارښوونه کړې چې افغانستان ته له سفر کولو څخه ډډه وکړي، خو د دې ورځپاڼې د راپور له مخې، انځور اخیستونکي “جو شېفر” تېر کال ځینې سېلانیان افغانستان ته راوړي دي. دغه ورځپاڼه زیاتوي، شیفر په پام کې لري چې په راتلونکو اونیو کې یوې سترې ډلې سیلانیانو ته هم افغانستان ته د سفر زمینه برابره کړي.