د پاکستان پخوانی لومړی وزیر عمران خان وايي، د هغه د ګوند د مشرتابه د ټولو غړیو په ګډون له لس زرو ډېر کارکوونکي له حکومت سره په زندان کې پراته دي. نوموړي له سياېناېن ټلوېزیون سره په مرکه کې زیاته ویلي، چې د سهشنبې په ورځ به اسلاماباد کې په ضمانت په محکمې کې څرګند شي، خو وېره یې څرګنده کړې چې ۸۰ سلنه احتمال شته چې یو ځل بیا ونیول شي.