د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان لپاره اصف علي درانی د نوي ځانګړي استازي په توګه ټاکلی دی. دغه وزارت په یوه اطلاعیه کې دغه خبر ورکړی دی. په ورته مهال د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي، چې دراني پرون سې شنبه د پاکستان بهرنیو چارو له سکرترې حنا رباني کهر سره ولیدل. تر دې مخکې محمد صادق خان د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي په توګه دنده ترسره کوله. صادق د مارچ پر لومړۍ نېټه پر خپل ټویټر په یوه بیان کې لیکلي وو چې خپله استعفا یې حکومت ته وړاندې کړې ده.